IQNA

د  افغانستان شمال ته د پاکستانیو طالبانو د منتقلولو موخې او نتیجې (مقاله)

16:49 - July 11, 2023
د خبر لمبر: 3487612
ایکنا(تهران) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د  افغانستان  د طالبانو د حکومت ستاینه وکړه.آصف علی دراني په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي،د افغانستان طالبانو په همداوروستیو کې له پولې ورآخوا  دترهه ګرۍ په اندیښنو د غور لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي،خو ددغو اقداماتو د نتیجو لپاره د ګمان د ظاهرولو لپاره  تر اوسه ډير زر ده.

ایکنا  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې د حملو زیاتیدا او له افغانستان سره  له سرحدي ولایتونو څخه د دغو جګړه مارو  دمنتقلولو په باب راپورونو ته په اشارې سره  ووئيل،دا یوه جدي موضوع ده،خو ددغې ډلې د شنډولو لپاره ځیني اقدامات ترسره کیږي،مونږ همداراز باید درک کړو چې  ددغو اقداماتو تر نتیجې پورې وخت  لګیږي،خو دغه دوسیه پیل شوې ده.

داسې ښکاري  دافغانستان شمالي سیمو ته د تحریک طالبان د وګړو  منتقلول داسې مینځنۍ لاره ده چې د افغانستان طالبانو د اسلام اباد د حکومت د دباؤنو او اندیښنو د کمولو لپاره  وړاندې کړې ده . د پاکستان حکومت او پوځ ، طالبان  د پاکستانیو طالبانو پر ملاتړ تورنوي  چې پر پاکستان  ددباؤ د  اعمالولو لپاره ددباؤ د اړم په توګه  استفاده کوي. ټي ټي پي  په همداوروستیو کې  ددغه هیواد د حکومت او پوځ په ضد خپلې حملې زیاتې کړي دي .دسیاسی مسئلو یو کارپيژاند عباس خټک په دې باب وائي؛ داسې ښکاري پاکستان  خیال نه کاوۀ، طالبان به په افغانستان کې له بیا حاکمیّت وروسته  وغواړي  د پاکستان په وړاندې چې  چې په تیرو څلورو لسیزو کې د دوي ترټولو مهم ملاتړی  دی،له ټي ټي پي څخه په ملاتړ سره وغواړي خپلواکۍغواړی دریځ غوره کړي او  دخپل بنسټګر په وړاندې  ودریږي. که څه هم په  دې مورد کې هم ډير شکونه شته دي  ،خو  فعلا ، د پاکستان حکومت  د افغانستان په خاورې کې د تحریک طالبان د وګړو   شتون ،د افغاسنتان له طالبانو سره خپل ترټولو مهم چیلنج ګڼي.

که څه  هم د افغانستان طالبانو اعلان کړی دی،تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي د افغانستان  د دود او دستورو  او میلمه پالنې  ته په پام سره  له دغه هیواده نشي شړلی، خو  دهغو غړي  دافغانستان شمال ته منتقلوي . په دې باب څو ټکي مهم دي، لومړی دا چې  دافغانستان شمال له چین او مینځنۍ آسیا سره  په ګاونډ کې  دی . پردې اساس            د افغانستان  شمال ته د ټي ټي پي د وګړو منتقلول  له یوې حوزې بلې حوزې  ته   د بحران دمنتقلولو  او  یا په هردواړو حوزو کې دترینګلتیاؤ پراختیا ده .  په مینځنۍ آسیا سیمې په تیره بیا په فرقانه درې کې له فعالو افراط پالو  اووسلوالو ډلو ټپلو سره  د ټي ټي پي  رابطې ته  په پام سره، د پاکستان طالبان به نه یوازې  د افغانستان په شمال  کې کې لاقدرتمن شي، بلکې د پاکستان او د مینځنۍ آسیائي حوزې  د هیوادونو په  وړاندې  د خپل قدرت د زیاتولو  او امتیاز اخستو لپاره  د دوو جبهو په توګه  استفاده کولی شي.

ډیری کارپوهان او شناندي وائي ،که څه هم ظاهرا  د افغانستان شمالي سیمو ته د ټي ټي پي  د وګړو منتقلول د افغانستان  د طالبانو له خوا د پاکستان له حکومت سره  د روغې جوړې یو حرکت  دی ، خو دغه  اقدام تر پردې شا ځینی موخې او خطرناکې پایلې هم لري، چې داسې ښکاري په یوه حساب شوي  او غږمله شوي  حرکت کې ترسره کیږي.  د مثال په توګه  تاجیکستان   د طالبانو د  مخالفانو دیوې برخې ددیره کیدا په ځاي بدل شوی دی  چې  طالبان پر تاجیکستان د دباؤ د اعمالولو لپاره د تحریک طالبان پاکستان  له وګړو څخه  د یوه آوزار په توګه استفاده کولی شي.

په هر حال تحریک طالبان پاکستان ډله یوه هغه مخالفه او ړنګه شوي  مهمه  وسلواله ډله ده چې  د  اسلام اباد له حکومت او پوځ سره په  جنګ بوخته ده.  د پاکستان حکومت ددغې ډلې  وګړي ددغه هیواد  په شمال لویدیځ او شمالي سیمو کې د امنیتی ځواک په ضد د ترهه ګرو اقداماتو اصلي عاملان ګڼي.په عین حال کې  که څه ظاهرا پاکستان  د افغانستان شمال  ته د تحریک طالبان د وګړو منتقلول منلي دي ، خو د ا احتمال چې  دغه پروګرام او اقدام  مینځنۍ آسیاسیمې  او تر چین  او روسیې پورې د بحران دمنتقلولو  لپاره د  امریکا او د افغانستان د طالبانو دموافقې په چوکاټ کې وي ، لیرې خبره نه ده، ځکه په دغې موافقې تل یوه سیمه ایزه او نړیواله اندیښنه  همدغه موضوع ده چې  امریکا له افغانستانه  په وتلو سره هڅه کوي،دغه هیواد د سیمې هیوادونو ته دترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي  دمنتقلولو په مرکز بدل کړي، چې ډيره مشکله ښکاري  پاکستان  ئې هم  له اړخونو او نتیجو خوندي پاتې شي.

captcha